Banner

د سعدالله فطرت ښکلی غزل

24.11.2010 09:13


 ځان خو مې په زور نه شو وژلی بیرته راغلمه
ستا د انتظار شوګیر وهلی بیرته راغلمه

 ما بلا خواري بلا زاري رڼا ته وکړه خو
نه ځم ویل جونګړې ته ځه غلی بیرته راغلمه

زه به دا په وینو سور تندی رب ته ښکاره کړمه
وګوره ویم ستا لار  کې وم تللی بیرته راغلمه


ګټه مې یارۍ کې له یارانو خدایګو ونه کړه
نه ګورې چې سرمې دی بایللی بیرته راغلمه



 ته رایادیدې رایادیدې رایادیدې راته
تا پسې مې نور نه شو ژړلی بیرته راغلمه
 

مینه کې فطرته دا مقام راته حاصل شو چې
څومره بدرنګ لاړم څومره ښکلی بیرته راغلمه

د تورخم،پیښور په لویه لاره
د شنبې ورځ د عقرب ۲۲ مهه

 

 

بخت وزیر 01.12.2010 13:09

سلامونه ګرانه <br />الله دی هر وخت راوله<br />راتک دی مونړله پاره د اختر ځینې کم ندی <br />ډیر ډیر زیات ښکلی دی ولی به داسی عزل نه لیکې د کنړ مست سیند سره اوس اوسی نو داسی شیان خو به لیکی <br />

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.